دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 267931
جاپان له افغانستان سره پنځه میلیونه ډالره مرسته وکړه
د جاپان حکومت اعلان کړی، چې د خپلو ژغورونکو مرستو په دوام به په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د خوراکي توکو د کمښت د مخنیوي لپاره پنځه میلیونه ډالره نوره مرسته وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په یوه ټویټ کې په افغانستان کې د دغه سازمان د بیړنی غبرګون په لړ کې د جاپان حکومت له خوا د ۵ میلیونو ډالرو مرستې هرکلی کړی>
 
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې که کافي مرستې ونه شي، نو د اپریل په میاشت کې به ۹ میلیونه خلک له خوراکي توکو بې برخې شي.
 
د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وویل: د جاپان حکومت په تیرو کلونو کې د افغانستان د خلکو او د خوړو نړیوال پروګرام دوامداره او قوي ملاتړی دی. جاپان د دوامدار پرمختګ او بشري امنیت د لاسته راوړلو لپاره د خوراکي توکو مرسته یوه له مهمو لارو څخه ګڼي.
 
اوس مهال نږدې شل میلیونه افغانان نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کوم ځایه راځي. د دوی شپږ ملیونه د قحطۍ په څنډه کې دي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام په اپریل میاشت کې له ۱۳ میلیونو خلکو سره د مرستې لپاره ۹۳ میلیونه ډالرو او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
 
د جاپان نوې مالي مرسته په تېرو پنځو کلونو کې له افغانستان سره د دغه هېواد ټولې مرستې ۹۶.۵۷ میلیونه ډالرو ته ورسېدې.
 
https://avapress.com/vdcds50xfyt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته