دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 267984
د افغانستان مرکزي بانک په ۱۴۰۱ کال کې څه باندې ۸ میلیارده افغانۍ راټولې کړې دي
د افغانستان د مرکزي بانک مسوولینو د ۱۴۰۱ مالي راپور د وړاندې کولو په غونډه کې وویل چې تېر کال دغه بانک څه باندې ۸ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۵۹،۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکزي بانک د ۱۴۰۱ مالي کال مالي راپور نن چهارشنبه د حمل ۱۶مه د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه خبري ناسته کې رسنیو ته وړاندې کړ.
 
د افغانستان د مرکزي بانک د پولي سیاست مشر احمد جواد صیاد په دې غونډه کې وویل: په تېر یوه کال کې ۳ میلیارده ۱۴۰ میلیونه ۸۰۰ زره افغانۍ چاپ شوي او د همدې کال په ترڅ کې دغه اندازه ۱ میلیارده افغانۍ ده.
 
د افغانستان د مرکزي بانک د پولي سیاست مشر زیاته کړه، چې د بلومبرګ په راپور کې د ۹ هېوادونو اسعار ښه او د ۹ هېوادونو اسعار خراب ارزول شوي، چې له نېکه مرغه د ۹ هېوادونو د اسعارو په سر کې د افغانستان اسعار دی.
 
هغه وويل، چې په ١٤٠١ کال کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ١،٠١ سلنه لوړ شوى، په داسې حال کې چې تېر کال د ډالر پر وړاندې د افغانيو ارزښت ١٣،٨٦ سلنه کموالى ښيي.
 
د مرکزي بانک چارواکي وايي، په ۱۳۰۱ هجري لمریز کال کې ټولټال ۸ میلیارده ۶۸۳ میلیونه ۲۴۴ زره ۴۱۹ افغانۍ عواید راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۵۹،۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
د افغانستان د مرکزي بانک د چارواکو په وینا، د انفلاسیون کچه د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په میاشت کې ۳،۵ سلنې ته رسېدلې وه، په داسې حال کې چې د انفلاسیون کچه د تېر کال په عقرب میاشت کې ۱۵،۳ سلنې ته رسېدلې وه.
 
https://avapress.com/vdcbwzb5arhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته