دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 268031
د افغانستان مرکزي بانک ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کوي
د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د شنبې په ورځ د حمل پر ۱۹مه به د لیلام له لارې (۱۵) میلیونه امریکايي ډالره وپلوري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکزي بانک نن (پنجشنبه، حمل ۱۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له وړو بانکونو او د اسعارو او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
 
د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
دغه بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې خپلې د راکړې ورکړې پیسې د نغدو پیسو په بڼه د افغانستان مرکزي بانک ته وسپاري.
 
https://avapress.com/vdcfmcd0yw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته