دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 268141
د تورخم په پوله کې به د سوداګرو ستونزې وڅېړل شي
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي به د اسلامي امارت د رهبرۍ په توګه د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړي او د تورخم بندر وضعیت به هم وګوري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن شنبه د حمل ۱۹ مه په خپل ټوېټر لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزري د یوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته تللی دی.
 
د صنايعو وزارت وايي، عزيزي د ​​تورخم په پوله کې د يو شمېر سوداګرو د ستونزو د حل په موخه ليدنه کوي.
 
دغه وزارت وايي، د دوی هدف د سوداګرو د ستونزو هوارول او هغوی ته د سوداګرۍ اسانه کول دي.
 
دغه راز دغه وزارت نن په یوه جلا ټویټ کې احصایې ورکړې چې افغانستان په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د ۱۲۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پاکستان ته صادرات کړي دي.
 
د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ په تېر هجري لمریز کال کې دغه شمېر ۵۱۱ میلیونو ډالرو ته رسېدلی دی.
 
په همدې حال کې دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت د مشر ملابت الله اخندزاده په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه د تورخم بندر ته سفر کوي.
 
https://avapress.com/vdchk6niz23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته