دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 268503
د قزاقستان د صدراعظم مرستیال کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت له چارواکو سره وکتل
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي دي چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ او انسجام وزیر سیریک جمنګارین پرون (شنبه د حمل ۲۶مه) کابل ته سفر وکړ او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې وکتل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د قزاقستان د سوداګرۍ او انسجام وزیر مرستیال او د قزاقستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر سیریک جومنګارین نن کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.
 
داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزير اميرخان متقي له جمنګارين سره په خبرو کې وويل په افغانستان کې دپانګې اچونې ښه فرصتونه شته . د هغه په ​​وينا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ٩٠٠ ميليونه ډالرو ته لوړه شوې ده.
 
ښاغلي متقي افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکولو په بهیر کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه هم وکړه.
 
د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال د بهرنيو چارو له وزير سره په کتنه کې وويل چې له افغانستان سره يې د هېواد اړيکې له ډېرې مودې راهيسې ټينګې دي او په سختو شرايطو کې يې هم په کابل کې خپل سفارت پرانيستى دى.
 
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، جمنګارین ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه یې له ځان سره د سوداګرو یوه ډله کابل ته راوستې ده.
 
هغه دا هم وویل چې افغانستان د ترانزیت له پلوه په ځانګړی موقعیت کې دی او د منځنۍ او سویلی اسیا د نښلولو نقطه ده. هغه زیاته کړه چې هېواد یې غواړي افغانستان د اورګاډي له لارې له سیمې سره ونښلوي.
 
ویل شوي، چې دغه قزاقستاني چارواکي د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره هم لیدلي دي.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د درې میلیاردو ډالرو په لوړولو، د ترانسپورټي زیربناوو پر جوړولو، د اورګاډي پټلۍ، سیمه ییز اتصال او د افغانستان په کاني زېرمو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
https://avapress.com/vdcjyoe8tuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته