دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 268862
په سوډان کې ۱۲۰ افغانان بند پاته شوي دي
د اسلامي امارت دبهرنيو چارو وزير اميرخان متقي په خوست ولايت کې په يوه غونډه کې اعلان وکړ چې دسوډان په جګړه کې ١٢٠ تنه افغانان بند پاته شوي دي .
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې د سوډان په جګړه کې یو شمېر افغان اتباع نیول شوي دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ (ثور ۳) په خوست ولایت کې په یوه غونډه کې وویل چې د سوډان په جګړه کې ۱۲۰ افغانان بند پاتې دي.
 
ښاغلي متقي وویل چې پرون (یکشنبه) په سوډان کې د بندو افغانانو د ژغورنې لپاره کار کوي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه څرګندونې په خوست ولایت کې د رمضان کرکټ کپ د پای په مراسمو کې وکړې، خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.
 
په سوډان کې د واک پر سر د پوځ او د غوڅ ملاتړ ځواکونو تر منځ د تېرې شنبې د ورځې له سهار راهیسې وسله والې نښتې پیل شوې او د اوربند له اعلان سره سم د هېواد په بېلابېلو برخو کې نښتې دوام لري.
 
د سودان د پوځ او د غوڅ ملاتړ ځواکونو ځوابي بریدونو د خرطوم په ځینو سیمو کې عامه شتمنیو او د اوبو او برېښنا رسولو ته زیان رسولی دی.
 
همدارنګه د وروستیو شمېرو له مخې د مړو شمېر ۴۲۵ او د ټپیانو شمېر ۳۷۳۰ ته لوړ شوی دی.
 
https://avapress.com/vdch-6nii23n-6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته