دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 269019
د باران کمښت؛ د فاریاب ۷۰ سلنه کرنیزې ځمکې بې کښته پاتې دي
د فارياب ولايت د کرنې رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د اورښتونو او سطحې اوبو د کمښت له امله د دغه ولايت په ۷۰ سلنه کرنيزو ځمکو کې د حاصلاتو د کرلو مخه نيول شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: فاریاب د هېواد په شمال کې یو له لویو کرنیزو ولایتونو څخه دی، چې ۴۶۹ زره هکتاره حاصلخیزه ځمکه لري او تېر کال په دغو ځمکو کې کابو کوکنار کرل شوي وو. غنم خو سږ کال د دغو ځمکو شاوخوا ۷۰ سلنه بې کوره پاتې دي.
 
د فارياب د کرنې رياست مرستيال نور الهدا متوکل پرون چهارشنبه د ثور په ۶مه، افغان غږ خبری آژانس ته وويل: سږ کال د کرنې پر مهال باران نه دی شوی او د اوبه سطحه ډېره کمه ده، چې له امله يې ۷۰ سلنه کرنيزه ځمکه بې کښته پاتې ده.
 
هغه زياته کړه، چې په دې ځمکو کې کلونه وړاندې غنم کرل کېدل، خو سږ کال نه دي کرل شوي.
 
خو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن اعلان وکړ چې تېر ژمي او سږني پسرلي کې د اورښت اندازه ښه وه او تمه ده چې د تېر کال په پرتله سږ کال د هېواد کرنیز محصولات ۵۰ سلنه زیات شي.
 
د يادونې وړ ده، چې په فارياب کې پر للمي ځمکو سربېره شاوخوا ۱۲۴ زره هکتاره کرنيزه ځمکه هم تر کرنې لاندې ده.
 
https://avapress.com/vdccsoqio2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته