دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 269200
د هرات د کار او ټولنيزو چارو رياست له خوا د څه باندې دوه زره بې کوره ماشومانو درملنه وشوه
د هرات د کار او ټولنيزو چارو رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست په همکارۍ د دغه ولايت په کلينيکونو کې د دوه زره او شلو يتيمو ماشومانو درملنه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس حافظ میرزا محمد ابو منصور وايي چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ د ۲ زره او ۲۰ بې کوره ماشومانو درملنه شوې ده.
 
ده وويل چې په کلينيکونو کې هره مياشت د ٢٥٠ ماشومانو درملنه کېږي او په دې پروسه کې يتيمو ماشومانو ته لومړيتوب ورکول کېږي او په دويم قدم کې اړمن ماشومان شاملېږي.
 
د هرات ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس دغه راز زياته کړه: تيرکال هم په هره مياشت کې ١٢ تنه ماشومان چې جراحي ته اړتيا لري عمليات شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه پروسه د عامې روغتيا له رياست سره تر تفاهم وروسته پيل شوې او د دغو ماشومانو درملنه وړيا ده، چې تر دې دمه ګڼ شمېر يتيمان او بې سرپرسته ماشومان روغ شوي دي.
 
حافظ ابو منصور همداراز ټینګار وکړ چې دغه اداره هڅه کوي چې د هرات ښار د ټولو یتیمانو او بې کوره ماشومانو ستونزې په ښه توګه حل کړي.
 
باید وویل شي، چې د تېرو څو لسیزو جګړو په پایله کې په هېواد کې زرګونه ماشومان یتیمان شوي او لومړنیو مرستو ته جدي اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdce7o8w7jh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته