دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۱۴
د مطلب کود : 269219
د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۲۸ جریبه کرنیزه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه
د کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په بغلان، کابل، اروزګان، لغمان او بادغیس ولایتونو کې ۲۸ جریبه کرنیزه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت پرون یکشنبه د ثور ۱۰ مه په خپل ټویټ کې ویلی چې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په ۴ ولایتونو کې ۲۵ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
 
د کورنیو چارو وزارت وايي: په بغلان ولایت کې لس جریبه، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې اوه جریبه، د اروزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې پنځه جریبه او د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې درې جریبه ځمکه د کوکنارو د کښت څخه پاکه شوي ده.
 
د لغمان ولايت د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د دغه ولايت د الينګار ولسوالۍ د ګورګاني په کلي کې يې درې جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
 
دا اندازه ځمکه په داسې حال کې د کوکنارو له کښت څخه پاکېږي، چې په تېرو څو ورځو کې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبينو له لوري لسګونه جريبه کرل شوې ځمکه له منځه وړل شوې ده.
 
د یادولو وړ ده چې د نشه يي توکو په کښت، تولید او قاچاق د بندیز فرمان شاوخوا یو کال وړاندې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده لخوا صادر شو او له هغه وخت راهیسې چارواکو د کوکنارو د اړولو په موخه عملیات پیل کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcezo8wojh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته