دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 269265
د تېرې اوونۍ په اوږدو کې زرګونه سيلانيانو د بدخشان له طبيعي ځايونو ليدنه وکړي
د بدخشان ولايت داطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين وايي چې په تيره اوونۍ کې زرګونو کورنيو سيلانيانو د بدخشان له طبيعي ځايونو څخه ليدنه وکړي .
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی رئیس صدیق لعلزاد وايي چې په بدخشان کې د امنیت د ټینګښت له امله په تېره یوه اوونۍ کې زرګونه کورني سیلانیان دغه ولایت ته راغلي او له دغه ولایت څخه یې لیدنه کړې ده.
 
هغه زياته کړه، چې د بدخشان مهم سياحتي ځايونه د ارغنجخوا او واخان ولسوالۍ دي، چې وحشي ژوي په کې په زړه پورې دي.
 
څو ورځې وړاندې د کندوز ځايي چارواکو هم ويلي و، چې د اختر په ورځو کې زرګونه سيلانيانو له دغه ولايت څخه ليدنه کړې ده.
 
د افغانستان زياتره ولايتونه په زړه پورې طبيعي منظرې لري چې د زياترو سيلانيانو لپاره د زړه راښکونکي وي، د امنيتي ستونزو او نورو خنډونو په ليرې کولو سره د ګرځندوى صنعت هم د هېواد د اقتصاد په وده او وده کې مرسته کولى شي.
 
https://avapress.com/vdcfv1d0tw6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته