دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 269411
په تخار کې د کوکنارو د اړولو بهیر پیل شو
په هېواد کې د کوکنارو د اړولو د کمپاین له پیل سره سم د تخار ولایت امنیتي چارواکو په دغه ولایت کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د تخار د پولیسو ویاند عبدالمبین صافی پرون چهارشنبه د ثور په ۱۳ مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د تخار ولایت د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو بهیر پیل کړ.
 
د هغه په ​​وينا، په لومړي پړاو کې پوليس توانېدلي، چې په ياد ولایت کې ٢٤ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړي او دا لړۍ به د کوکنارو تر بشپړ له منځه وړلو پورې دوام وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د هېواد په شمالي، ختيځو او جنوبي ولايتونو کې امنيتي مسوولينو د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو اعلان کړى و.
 
افغانستان له تېرو شلو کلونو راهیسې په نړۍ کې د نشه يي توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی. د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د دغه نظام مشر په هېواد کې د کوکنارو د نه کرلو امر صادر کړ.
 
https://avapress.com/vdciz3arzt1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته