دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 269504
چین د افغانستان د بیارغونې لپاره له پاکستان سره د همغږۍ د زیاتولو غوښتنه وکړه
د چین د بهرنیو چارو وزیر کین ګنګ د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې غواړي له پاکستان سره په همکارۍ د افغانستان د بیارغونې لپاره همغږي زیاته کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روسیې تاس خبري آژانس د چین د بهرنیو چارو د وزارت د هغه بیان په حواله چې د ثور په ۱۶مه یې خپره کړې ده، خبر ورکړی چې د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ د پاکستان ولسمشر عارف علوي سره دا څرګندونې په اسلام اباد کې کړې دي.
 
د بیان له مخې، کین ګنګ له عارف علوي سره په کتنه کې وویل: چین چمتو دی چې د افغانستان په اړه له پاکستان سره اړیکې او همغږي پیاوړې کړي او د افغانستان د سوله ییزې بیارغونې په بهیر کې په ګډه برخه واخلي.
 
د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې بیجینګ غواړي د ګډو هڅو له لارې په سیمه کې سوله او ثبات تامین کړي.
 
د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د چین او پاکستان ترمنځ د همکاریو د زیاتیدو په اړه نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي.
 
دا خبر په داسې حال کې خپور شوی، چې ټاکل شوې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متغی د شنبې او یکشنبې په ورځو د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.
 
د دې غونډې له امله پاکستان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه په موقتي توګه د امیرخان متقي د سفر بندیز لیرې کړ او د راپورونو له مخې یې اسلام اباد ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر د سفر لګښتونه هم ورکړي دي.
 
https://avapress.com/vdcbg9b5arhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته