دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 269524
په جاپان کې د زلزلې له امله ۲۷ تنه ټپیان او یو تن وژل شوی دی
د جاپان په مرکزي ښار اشیکاوا ایالت کې د ریښتر په کچه ۶،۵ درجې زلزلې لږ تر لږه ۲۷ تنه ټپیان کړي او یو تن یې وژلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د جاپان په اشیکاوا ولایت کې د جمعې په ورځ د ۶،۳ درجې زلزلې ۲۷ تنه ټپیان او یو تن وژلی دی.
 
کیوډو خبري اژانس راپور ورکړی چې نږدې ټول تلفات د "سوزو" کلي څخه دي چې د زلزلې له امله تر ټولو ډیر اغیزمن شوی. په دغه کلي کې يو کس د زلزلې پر مهال له زينې څخه د راښکته کېدو له امله وژل شوی دی.
 
د راپورونو له مخې، د ډېرو ټپيانو حالت منځنۍ دی، خو د وضعيت د خرابوالي له امله دوه تنه روغتون ته لېږدول شوي او څو ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړې شوې دي.
 
دا زلزله د جاپان د سمندر په سواحلو کې د "هونشو" په ټاپو کې وشوه. د جاپان د زلزلې ادارې په پیل کې د دغې زلزلې شدت ۶.۳ ښودلی و، خو وروسته یې وویل چې د ریکټر په کچه ۶.۵ وه.
 
  د دغې زلزلې مرکز د اشیکاوا ایالت د «نوتو» ټاپو وزمه وه او د ځمکې په ۱۲ کیلومترۍ کې ژوره وه.
 
https://avapress.com/vdcdxn0xoyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته