دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 269659
چین تېر کال په افغانستان کې دوه میلیارده ډالره پانګونه کړې ده
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، چین په تېر یو نیم کال کې په افغانستان کې دوه میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد د یکشنبې په ورځ (ثور ۱۸) د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې چین د کانونو د استخراج او پروسس په برخو کې زیاته پانګونه کړې او په تیر یو نیم کال کې په صنعتي پارکونو او هوایی ډګرونو پانګونه کړي.
 
جواد زیاته کړه: په تیرو یو نیم کال کې اسلامي امارت له چینایي پانګوالو سره د کانونو د استخراج او پروسس، په هوایي ډګرونو کې د خدماتو او د صنعتي پارکونو د جوړولو په برخو کې تړونونه لاسلیک کړي او د ډیرو عملي کار یې پیل کړی دی. "
 
د جواد د څرګندونو پر بنسټ؛ د دغو پانګو ټولیز ارزښت دوه میلیارده ډالرو ته رسېږي او د ګمرکونو د عصري کولو او نورو برخو کې به له بهرنیو شرکتونو سره تړونونه هم لاسلیک شي.
 
هغه دغه راز څرګنده کړه، چې په دې وروستيو کې يو شمېر چينايي پانګوالو د لمريزې برېښنا د توليد په برخه کې د پانګونې او د افغانستان د لويو لارو د بيارغونې په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستيال سره کتلي دي.
 
له دې سره سره د سیاسي مسایلو کارپوه شاکر یعقوبي رسنیو ته ویلي چې چین غواړي د اقتصادي همکاریو له لارې د افغانستان په سیاست کې لا زیاتې پښې ټینګې کړي او د اقتصاد له لارې د خپلو ځواکمنو مخالفینو رول کمزوری کړي.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د چينايي شرکتونو مسوول يو مينګ وايي چې تر شلو زيات چينايي شرکتونه په افغانستان کې شتون لري او په بېلابېلو برخو کې يې پانګونه کړې ده.
 
دغه چینايي پانګوال زیاتوي که اسلامي امارت پانګوالو ته لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، په افغانستان کې به پانګونې ته د دوی لېوالتیا زیاته شي.
 
چین له څه باندې دوو لسیزو راهیسې د افغانستان د کانونو په برخه کې تر ټولو لوی قراردادونه ګټلي دي. اوس مهال د لوګر د عینک مسو او د آمو سیند د نفتو د حوزې قرارداد د چینایي کمپنیو په لاس کې دی.
 
https://avapress.com/vdccpoqio2bqee8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته