دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 269671
د جاپان سفیر کندهار ته په سفر کې: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو
په افغانستان کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا کندهار ولايت ته د سفر پر مهال وويل چې د خپل هېواد سياسي نمايندګي به په افغانستان کې پاتې شي او د بشري پروژو په برخه کې به له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا هم په کندهار ولایت کې د ملګرو ملتونو له یو شمېر پروژو څخه لیدنه کړې ده.
 
په افغانستان کې د جاپان سفارت په یوه ټویټ کې ویلي چې جاپان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له هغو پروژو سره مرسته کوي چې د ښوونځیو، کلینکونو، سرپناه جوړولو او اړمنو افغانانو ته د ژوندانه د اسانتیاوو برابرول دي.
 
په دغه ټويټ کې راغلي چې د جاپان سفير کندهار ته د خپل سفر پر مهال له ځايي خلکو سره خبرې کړې او د هغوى غږونه يې اورېدلي دي.
 
باید وویل شي، چې جاپان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو یو له مالي تمویل کوونکو څخه دی.
 
https://avapress.com/vdcguy9xqak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته