دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 269697
د تېرې اوونۍ په اوږدو کې لسګونه بهرنیو سیلانیانو د بامیان له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وکړه
د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، چې په تېره يوه اوونۍ کې لسګونو بهرنيو سيلانيان د دغه ولايت له طبيعي او لرغونو سيمو څخه ليدنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان : د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیلانیانو آمر محمد دین مفلح د باختر خبری آژانس خبریال ته وویل چې په تیره یوه اونۍ کې له بیلابیلو هیوادونو څخه ۳۸ تنو بهرنیو سیلانیانو د بامیان له لرغونو او طبیعي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
 
نوموړي زياته کړه، چې له فرانسې، ايټاليا، امريکا، تايوان، چين، هند، پاکستان او انګلستان څخه دغو سيلانيانو باميان ته د ليدو په موخه دغه ولايت ته سفرونه کړي دي.
 
د بامیان ولایت طبیعي او تاریخي منظرې دغه ولایت ته د بهرنیو سیلانیانو په راتګ کې د پام وړ زیاتوالی راوستی دی.
 
https://avapress.com/vdceoo8wfjh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته