دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 269837
تېر کال مو له پاکستان سره نږدې دوه نیم میلیارده ډالره سوداګري درلوده
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کموالي په اړه د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور په ردولو سره وايي چې دواړو هېوادونو تېر کال د ۲،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي تبادله کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې ویلی چې که څه هم افغانستان له پاکستان څخه د مالونو واردات کم کړی دی، خو دغه هیواد ته یې د خپلو صادراتو په مقابل کې ډیر څه کړي دي.
 
جواد زیاته کړه، تېر کال موږ پاکستان ته د یو میلیارد ۲۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي او له دغه هېواد څخه د یو میلیارد ۱۶۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي دي.
 
جواد د پاکستان د صادراتو د کمښت لامل د ځینو توکو په تولید کې د افغانستان د ځان بسیاینې لاسته راوړنه او همدارنګه د پاکستان اقتصادي رکود وباله او زیاته یې کړه چې دې کار د پاکستان پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی.
 
هغه څرګنده کړه، چې پاکستان ته د افغانستان صادراتي توکي تور جلغوزي، بانجان، پياز، دډبرو سکاره او پنبه شامل دي او افغانستان هم له پاکستان څخه وريجې، سمنټو، درمل، کچالو او يو شمېر نور توکي واردوي.
 
په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خانجان الکوزی وايي چې د کلدارو د بندېدو له امله له پاکستان سره د افغان سوداګرو سوداګریزې راکړې ورکړې ورځ تر بلې کمېږي.
 
د الکوزي د څرګندونو پر بنسټ؛ افغانستان ته د پاکستان د صادراتو اندازه څه د پاسه درې میلیارده ډالرو ته رسېده چې اوس د پام وړ کمه شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې پاکستان له اقتصادي رکود سره مخ شوی او د امریکايي ډالر پر وړاندې د دې هېواد د روپۍ ارزښت په بې ساري ډول راټیټ شوی دی.
 
اوس مهال پاکستان له ۳۱ سلنې څخه د زیاتو انفلاسیون سره مخ دی او دې مسلې د دغه هیواد وګړي له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي.
 
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، چې په پاکستان کې اقتصادي بحران پر دې سربېره چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي، د افغانستان دننه د خلکو پر اقتصاد هم منفي اغېز کړی دی.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی زلمی عظیمي وايي، پاکستان له اقتصادي بحران سره مخ دی او دغه کار افغانستان ته د دغه هېواد د صادراتو د کمښت لامل شوی دی.
 
هغه د پاکستان په بازارونو کې د بيو لوړېدو ته په اشارې سره زياته کړه چې د ګازو او تېلو بيه درې برابره لوړه شوې او حقيقت دا دى چې افغانستان هم د پاکستان د اقتصادي بحران له امله له ستونزو سره مخ دى.
 
https://avapress.com/vdcaeonu049nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته