دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 269931
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره څلور کلنه ستراتیژي اعلان کړه
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت یوه څلور کلنه ستراتیژي جوړه کړې چې له مخې یې په ښارونو کې د امنیت او نظم د ټینګښت ترڅنګ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د پروګرام یوه برخه ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په ستراتیژۍ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې شپږ موخې په پام کې نیول شوي او وړاندوینه شوې چې دغه شپږ موارد به د کښت، تولید او قاچاق کچه راکمه کړي او په افغانستان کې به د نشه يي توکو کارول کم شي.
 
د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین مولوي حسیب الله احمدي وایي: دغه شپږ تګلاري په تیرو دوو کلونو کې د نشه یي توکو د کښت، تولید، قاچاق او استعمال د کنټرول په برخه کې د دوی د تجربو له مخې څیړل شوي دي.
 
"لومړی د کوکنارو د کښت د مخنیوي په اړه د فرمان پلي کول، په مرکز او ولایتونو کې د نشه یي توکو پر ضد د عملیاتو زیاتول، په مرکز او ولایتونو کې د تخصصي کورسونو جوړول، د امارت د ادارې او خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د سروې ترسره کول، په هیواد کې د نشه یي توکو مخنیوی او له ګاونډیو او نړۍ سره د همکارۍ لپاره د همغږۍ او فرصتونو رامنځته کول په دې ستراتیژۍ کې شامل دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه په افغانستان کې د هر ډول نشه يي توکو پر کښت بنديز لګولی دی. هره ورځ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سلګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکېږي.
 
https://avapress.com/vdcfm1d0yw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته