دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 269967
د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټانو د حملو د قربانیانو زیاتوالی / تر اوسه لږ تر لږه ۳۳ کسان شهیدان شوی دی
د صهیونیسټ رژیم او د اسلامی مقاومت ترمینځ د کړکیچ د زیاتیدو په حال کښې د فلسطین د روغتیا وزارت د جمعې په ماښام د غزې په تړانګه کښې د بیت المقدس د شهیدانو شمیره اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت د جمعې په ماښام اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې د بیت المقدس د شهیدانو شمیر زیات شوی دی.
 
د دغه وزارت په بیانیه کښې راغلي دي چې په تیرو پنځو ورځو کښې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټي رژیم د تیریو د تلفاتو ټولټال شمیر ۳۳ تنه شهیدان او ۱۴۷ نور ژوبل شوي دي.
 
  فلسطیني تبعه محمد فیصل له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي چې اسرائیل هر وخت پر غزې بمباري کوي او پر هیچا او هیڅ شي رحم نه کوي، هغه دا خبر هم ورکوي چې ښايي په غزه کې د مړو او ټپیانو شمېر نور هم زیات شي.
 
د محمد فیصل په وینا ۴۵ تنه شهیدان او تر ۱۶۰ زیات ټپیان شوي دي او د یوه ښوونځي او روغتون په ګډون ۸ ودانۍ هم ویجاړې شوې دي.
 
دغه څرګندونې په داسې حال کښې کيږي چې صهيونېسټ رژيم ادعا کوي چې په دغو بريدونو کښې يې د قدس جومات مهم غړي په نښه کړي دي.
 
دا په داسې حال کښې دی چې په تیرو څو ورځو کښې د مصر مطبوعاتو د صهیونیسټ رژیم او د اسلامی مقاومت ترمینځ د اوربند موافقه د دغه رژیم له خوا خلاف ورزی وبلله.
 
  په عین حال کښې اروپائی اتحادیې، ملګروملتونو او عرب لیګ په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم وحشیانه هوایی حملې په کلکه غندلی دی .
 
https://avapress.com/vdcepo8wfjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته