دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 269972
په افغانستان کې لومړنی هوايي کارګو شرکت پرانیستل شو
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي له خوا د کابل په هوايي ډګر کې د کارګو هوايي ترانسپورت لومړنی شرکت پرانیستل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د شنبې په ورځ (ثور ۲۳) وویل: "موږ د هوايي کارګو په برخه کې ډېرې ستونزې درلودې او د خصوصي سکټور په مرسته یې حل کړ او اوس افغانستان یو خپلواک هوايي کارګو لري.
 
ښاغلي عزیزي د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصاد پالیسي له مخې د خصوصي سکټور په ملاتړ باندې په ټینګار سره وویل چې د خصوصي سکتور د هڅو او وړتیا ستاینه کوي چې افغانستان یې د یوه خپلواک هوايي شرکت خاوند کړی دی.
 
عزيزي رقابتي بازار د هېواد د ودې يو عنصر وباله او له کورنيو توليدوونکو يې وغوښتل چې د باکيفيته محصولاتو توليد ته ډېره پاملرنه وکړي او د پېرودونکو باور وساتي.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست هم ایران او پاکستان ته د خپلو وروستیو سفرونو او د دغو سفرونو لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل، موږ غواړو د دغه هېواد د سوداګرۍ توازن او له ګاونډیو هېوادونو سره دغه موضوع تعقیب کړو.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر يونس مهمند هم په دې مراسمو کې وويل، چې اوسمهال د هېواد سوداګري په عادي ډول روانه ده.
 
مهمند د افغانستان اسلامي امارت له مسوولینو او د خصوصي سکتور له مشرانو وغوښتل چې د کارګو له نوي جوړ شوي شرکت سره همکاري وکړي.
 
د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې رئیس شیرباز کمین زاده هم د افغانستان د اسلامي امارت له مسوولینو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې هیواد په سم لوري روان دی.
 
هغه وویل، د تخنیکي ودې او د بدیلې انرژۍ د کارونې له امله، هوايي کارګو په افغانستان کې یو له بنسټیزو فرصتونو څخه دی.
 
د کرنې او مالدارۍ خونې رئیس خان محمد فروتن هم په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت خدمت ته چمتو دی او له مسوولینو یې وغوښتل چې د صادراتو پر مهال د هېواد له منځه تلونکي مالونو ته لومړیتوب ورکړي.
 
خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دې شرکت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي او دا هم نه ده څرګنده چې په دغه شرکت کې څومره پانګونه شوې او د لېږد ظرفیت یې څومره دی.
 
https://avapress.com/vdca0onuu49nio1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته