دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 270151
د ایران د روغتیا وزارت د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره مرسته کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت چارواکو په تهران کښې د افغانستان د خوراکي موادو او مصالحو د ملي ادارې له مشر عبدالباري عمر سره په کتنه کښې له دغې ادارې سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د اسلامی امارت د عامی روغتیا وزارت د خوړو او درملو د ملی اداری د مشر ډاکټر عبدالباری عمر په مشرۍ یو پلاوی د ایران د اسلامی جمهوریت له مرستیال محمد نیکنام سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر ټینګښت، د خوراکي توکو، درملو او طبي محصولاتو د کیفیت او خوندیتوب، د هغوی د قاچاق پر مخنیوي او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وشوې.
 
د ایران د روغتیا وزارت چارواکو ژمنه وکړه چې د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره به د خوراکي او درملو د تولید په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.
 
تر دې مخکې د خوړو او درملو ملي ادارې اعلان کړی و، چې د دې ادارې مشر د ثور په ۲۳مه د شنبې په ورځ سهار له کابله د تهران پر لور روان شو.
 
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د ټکنالوژۍ او طب برخو له مسوولینو سره وکتل او په دې برخه کې یې د پانګونې او تجربې شریکولو غوښتنه کړې وه.
https://avapress.com/vdcbsgb58rhbz8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته