دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 270185
په میدان وردګ ولایت کې د جګړې له قربانیانو سره د ۴۸ میلیونه افغانیو مرسته وویشل شوه
د ميدان وردګ له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست وايي، چې د کډوالو نړيوال سازمان له هغو ٨٨٨ کورنيو سره چې کورونه يې د تېرو جګړو له امله ويجاړ شوي، نږدې ٤٨ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګو ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست نن چهارشنبه د ثور ۲۷ مه وايي چې دغه شمېر کورنیو د تېرو جګړو له امله خپل کورونه له لاسه ورکړي.
 
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ د میدان ښار په سیدآباد، چک، قر، جلریز، دیمیرداد او مرکز میدان ښار کې وې.
 
هرې کورنۍ ته چې کورونه یې په جزوي توګه ویجاړ شوي، ۴۶۹۰۰ افغانۍ او هغو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۱۲۵۰۰۰ افغانۍ په دوو قسطونو کې ورکړل شوې.
 
دغه ریاست زیاته کړه، چې ټولې مرستې ۴۷،۸۶۱،۳۸ افغانۍ وې، چې د وېش لړۍ به یې دوه ورځې نور هم دوام وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې په دغه ولايت کې له زرو ډېرو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
 
بايد يادونه وشي، چې په هېواد کې څو کلنو جګړو ګڼې کورنۍ زيانمنې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcivuarwt1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته