دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 270497
امیر خان متقي د ایران د سیستان او بلوچستان خلکو ته په خطاب کې وویل: موږ ستاسو درد خپل درد ګڼو!
د بهرنيو چارو سرپرست وزير يوځل بيا ددواړو هيوادونو ترمنځ د شوي توافق له مخې دهلمند په سیند کې د ايران د حقوقو دتامينولو لپاره د اسلامي امارت په ژمنتيا ټينګار وکړ او ويې ويل د اسلامي امارت زړه د هلمند او فراه دخلکو په شان د سیستان او بلوچستان لپاره سوځي او د دوی درد خپل درد ګني، موږ پوهیږو چې د کمال خان په بند کې اوبه نشته او له کجکي بند څخه د ایران تر پولې ۶۰۰ کیلومتره واټن لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، د افغانستان اسلامي امارت د هلمند پر سیند د ایران د ادعا په اړه د ۱۳۵۱ کال هوکړې ته ژمن دی.
 
ښاغلي متقي پرون (دوشنبه، جوزا ۱) په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ایراني چارواکو د خبرو په اړه وویل، چې په افغانستان او سیمه کې وچکالي روانه ده، چې باید له پامه ونه غورځول شي.
 
هغه زیاته کړه، د ژغورنې د نړیوال سازمان د وروستي راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بدلون له امله درېیم زیانمن هېواد دی او د اقلیم د بدلون تر ټولو ناوړه اغېز د دغه هېواد د اوبو پر سرچینو شوی دی.
 
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست هم ويلي دي چې دى د ايران د اسلامي جمهوريت له مقاماتو څخه غواړي چې د ١٣٥١ کال د تړون له مخې خپلې هيلې څرګندې کړي .
 
متقي همدا راز د ایران په سیستان او بلوچستان کې د اوبو د کمښت د ستونزې په اړه وویل: د سیستان او بلوچستان ګرانو وروڼو، باور وکړئ چې زموږ زړه همدومره درد کوي څومره چې د نیمروز، فراه او هلمند د خلکو درد لري او موږ ستاسو درد خپل درد ګنو.
 
نوموړي په کمال خان بند کې د اوبو د کمښت په اړه خبرې وکړې او يادونه يې وکړه: «داسې ښکاري چې د کمال خان په بند کې اوبه نشته. تاسو پوهېږئ چې له کجکي بند څخه تر سیستان او بلوچستان پورې شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره فاصله ده او له بلې خوا دغه دښتې لارې او ځمکې تږې او بې اوبو دي او که لږې اوبه هم ولري، یا به د ځمکې له لارې جذبېږي یا به تبخیر شي."
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دا هم ویلي، چې دغه بند څو لسیزې وړاندې جوړ شوی او د سیندونو د اغېزو او د خړوبولو د نشتوالي له امله یې د زېرمه کولو ظرفیت تر نیمايي کم شوی دی.
 
نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه، چې دغه ستونزې دې له رسنيو لرې او د تفاهم او مخامخ خبرو له لارې هوارې شي.
 
ښاغلي متقي یو ځل بیا پر افغانستان د اقلیمي اغیزو په اړه ټینګار وکړ او ویې ویل: هغه مجبوریتونه چې له کنټرول او واک څخه بهر دي چې له شته بشري ظرفیت څخه لوړ دي، یعنې د اقلیم د بدلون له امله رامنځ ته کیږي، باید درک او د حل لاره ورته وموندل شي.
 
د ښاغلي متقی دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تېرو څو ورځو کې د هلمند پر سیند د ایران د ادعا پر سر د ایران د اسلامي جمهوریت او د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ لفظي کړکېچ زیات شوی دی.
 
https://avapress.com/vdceo78wfjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته