دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 271160
ازبکستان ته د تېلو د ټیټ کیفیت شپږ واګونونه راستانه شول
د هېواد د سټنډرډ ملي اداره وايي، د تېلو شپږ واګونونه چې له ازبکستان څخه د حيرتان بندر له لارې وارد شوي وو، بېرته راګرځېدلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - د اقتصاد وزارت ویاند عاشق الله وزیري وايي، له ازبکستان څخه د وارداتي ټيټ کیفیت ۶ واګونونه بېرته هغه هېواد ته راستانه شوي دي.
 
ده دغه راز زياته کړه چې دغه رياست د بې کيفيته تېلو او موادو د واردولو د مخنيوي په برخه کې جدي عمل کړى او له واردونکو سره به قانوني چلند وشي.
 
د ملي سټنډرډ ادارې ویاند د هېواد له سوداګرو وغوښتل چې هېواد ته د بې کیفیته تېلو او موادو له واردولو ډډه وکړي.
 
دا هم ویل شوي، چې د ملي سټنډرډ ادارې تېره اوونۍ له ازبکستان څخه ۱۹ ټنه ټیټ کیفیت ګاز بېرته هغه هېواد ته استولی دی.
 
https://avapress.com/vdccesqix2bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته