افغان غږ خبری آژانس - هرات: د یوې سرچینې په وینا، نن (چهارشنبه، جوزا ۱۷) د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار په یوه سیمه کې چاودنه شوې ده.
له سیمي نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي، چاودنه د اسلامي امارت د مجاهدینو په هغه رینجر موټر چې د همدې ادارې ودانۍ ته څیرمه موقعیت لري، رامنځته شوه.
تر اوسه د دې چاودنې د ځاني او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نشته.
امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.