دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 271550
په ټول افغانستان کې د پولیو د تشخیص ۳۷ مرکزونه فعالیږي
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په ټول افغانستان کې یې د پولیو د ناروغۍ د نمونو د راټولولو او تشخیص لپاره ۳۷ مرکزونه جوړ کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان دفتر نن (یکشنبه، جوزا ۲۱ ) په یوه ټوېټ کې اعلان وکړ چې د پولیو د تشخیص لپاره د چاپیریال د څارنې سیستم لا هم پراخیږی.
 
په روان هجري لمریز کال کې په افغانستان کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې چې ټولې یې د هېواد په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې دي.
 
دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې پولیو پکې صفر ته نه ده رسیدلې.
 
ډاکټران او کارپوهان په دې باور دي چې د پولیو د مخنیوي یوازینۍ لار د کوچنیانو ماشومانو ته د واکسین تطبیق دی.
 
د يادونې وړ ده، چې هر کال په ټول هېواد کې د پوليو پر وړاندې د مبارزې او د ماشومانو د واکسيناسيون بېلابېل کمپاينونه په لاره اچول کېږي.
 
له دې ناروغۍ سره د مبارزې کمپاین سبا په ټول هېواد کې پیلېږي.
 
https://avapress.com/vdcftyd0xw6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته