دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 271578
په خیبر پښتونخوا کې ۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي
د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې په شمالي وزیرستان کې د «خیبر پښتونخوا» له ترهګرو سره په وسله واله جګړه کې د دغه هېواد درې پوځیان وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان پوځ نن (یکشنبه، جوزا ۲۱) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد درې پوځیان وژل شوي او درې ټنه وسله وال هم وژل شوي دي.
 
د پاکستان "ډان" ورځپاڼې خبر ورکړی؛ د پاکستان د پوځ د رسنیو د چارو یونټ نن اعلان وکړ چې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه خیبر پښتونخوا کې له ترهګرو سره په وسله واله نښته کې درې پوځیان وژل شوي دي.
 
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر هم په یوه بیان کې ویلي، چې تېره شپه (جوزا ۲۰) په میران شاه کې د پوځ او ترهګرو ترمنځ د ډزو تبادله شوې ده.
 
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې په دې اړه لیکل شوي: " داخلي ځواکونه په مؤثره توګه د ترهګرو ځای ته ننوتل او هغوی یې په شا وتمبول او په پایله کې یې درې ترهګر دوزخ ته ولېږدول او څلور نور ترهګر ټپیان شول.
 
راپورونه کاږي، چې تېره اوونۍ د جنوبي وزیرستان په لدها سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی و. بل خوا په شمالي وزیرستان کې په جلا نښتو کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
 
پاکستان په دې وروستیو کې د سیاسي ناکراریو ډګر دی. د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو وروسته د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې پیل شوې او د دغو مظاهرو په تاوتریخوالي کې د ګڼو کسانو د وژل کېدو او سلګونو نورو د ټپي کېدو لامل شو او د پاکستان سترې محکمې د عمران خان د خوشې کېدو امر وکړ.
 
https://avapress.com/vdcfeyd0cw6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته