دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 271598
"عبدالمتین قانع" د کورنیو چارو وزارت د نوي ویاند په توګه وټاکل شو
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د یوه ټویټ په خپرولو سره عبدالمتین قانع د دغه وزارت د نوي ویاند په توګه ټاکلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت پرون (جوزا ۲۱) د یوه ټویټ له مخې د عبدالنافع ټکور پر ځای عبدالمتین قانع د ټاکل کیدو اعلان وکړ.
 
ښاغلي قانع تر دې وړاندې د رسنیو د خپرونو د پالیسۍ د سلاکار او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کړې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د کورنيو چارو وزارت پخوانى وياند ښاغلي ټکور له څه مودې را په دې خوا په دغه وزارت کې دنده ترسره کوله. تر ده وړاندې سعید خوستي دغه دنده په غاړه درلوده.
 
https://avapress.com/vdchwzni623nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته