دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۶
د مطلب کود : 271778
د وینې د ملي بانک مشر: تېر کال څه باندې ۳۰۰ زره کسانو ته وینه ورکړل شوې
د وينې د ورکړې د نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د وينې د ملي بانک رييس وويل، چې په تېر کال کې په هېواد کې ١٠٧ ميليونه سي سي وينه راټوله شوې او څه باندې ٣٠٠ زره اړمنو کسانو ته وينه ورکړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د وینې د ملي بانک رئیس ډاکټر محمد سادات په کابل کې د وینې ورکولو د نړیوالې ورځې د نمانځلو په مراسمو کې وویل، چې په تېر کال کې د جوزا د ۲۴مي څخه تر اوسه پوري ۱۰۷ میلیونسي سي  وینه راټوله شوې ده، چې له ۳۰۰ زرو څخه زیاتو هغو کسانو ته چې وینې ته اړتیا لرله ورکړل شوې دي.
 
هغه زياته کړه، چې خلک دې د خپلو هېوادوالو د ژغورلو لپاره په خپله خوښه وينه ورکړي.
 
ښاغلي سادات وویل، دا مهال د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د وینې ۱۰۴ مرکزونه فعال دي او هغو ناروغانو ته چې وینې ته اړتیا لري، د وینې بېلابېل ګروپونه چمتو کوي.
 
د وينې د ملي بانک رئيس زياته کړه، چې په هېواد کې ډېر ناروغان وينې ته اړتيا لري او د وينې ملي بانک په هېواد کې د اړمنو کسانو د تمويل يوازينۍ سرچينه ده، دغه بانک د اعلاناتي پروګرامونو په لاره اچولو سره هڅه کوي چې هېوادوال وهڅوي.
 
د باختر آژانس دخبرله مخې: د وينې د ملي بانک مسوول ډاکتر امان الله ارغنديوال وويل: همدا اوس زموږ يو زيات شمير هيوادوال د وينې د ورکولو لپاره دغه بانک ته ځي او ځينې يې د ګرځنده مرکزونو له لارې وينه ورکوي.
 
هغه زیاته کړه: اکثره ناروغان چې د وینې منفي ګروپ لري د وینې په ترلاسه کولو کې ستونزې لري، د دې ډول وینې ګروپونو خاوندان باید لا زیات پوه شي او اړو کسانو ته د وینې ورکولو په برخه کې زیات فکر وکړي.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه: د سالمو کسانو وینه ورکول هیڅکله د اندېښنې لامل نه شي کېدای، هر سالم انسان له ۵ تر ۶ لیټرو وینه لري او له ۱۰۰ څخه تر ۵۰۰ سي سي وینه په ورکولو سره د وینې په ورکوونکو کې کوم منفي بدلون نه راځي.
 
  د جون ۱۴مه د وینې ورکولو نړیواله ورځ نومول شوې او دا ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې د هغو کسانو د پام اړولو په موخه لمانځل کېږي چې وینې ته اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdchqzni623nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته