دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 271833
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر تهران ته سفر کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت رسنیو خبر ورکړی، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر به له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره سبا شنبه (جوزا ۲۷) تهران ته سفر وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران پریس خبري آژانس خبر ورکړی چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان به تهران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره وګوري او په دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسایلو به خبرې اترې وکړي.
 
له دې مخکې ځینو خبري سرچینو تهران ته د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په لړ کښې د سعودي عربستان د سفارت د بیا پرانستلو د احتمال خبر ورکړی دی.
 
وروسته له هغه چې ایران او سعودي عربستان د اړیکو پر بیا رغولو موافقه وکړه، په ریاض کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت له اوو کلونو وروسته د جوزا د میاشتې په ۱۶مه نېټه بېرته پرانیستل شو.
https://avapress.com/vdcjtve8tuqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته