دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 272057
د ریښتر په کچه څلور درجې زلزلې کابل ښار ولړزاوه
د هند د سیسمولوژیکي ادارې خبر ورکړی، چې د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۴ درجې و او د سه شنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۴۴ دقیقو یې د افغانستان پلازمېنه ولړزوله.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ساینس پوهانو او جغرافیه پوهانو د څیړنو له مخې افغانستان د زلزلې په کرښه کې دی، له همدې امله وخت په وخت په بیلابیلو سیمو کې ویجاړونکې زلزلې رامنځ ته کیږي.
 
تېر کال د افغانستان په ختيځو ولايتونو (پکتيا، پکتيکا او خوست) کې خونړۍ زلزله وشوه او سلګونه کسان يې ووژل او زرګونه کورونه يې ويجاړ کړل.
 
https://avapress.com/vdciwraryt1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته