دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 272463
د هېواد اقتصادي ستونزې د بهرنيو هېوادونو د شل کلن حضور له امله رامنځته شوي
د رئیس الوزرا اقتصادي چارو مرستیال په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال وویل چې په هیواد کې اقتصادي ستونزې په افغانستان کې د شلو کلونو د بهرنیو ځواکونو د شتون له امله دي او هیوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې د هېواد اقتصاد د ښه کېدو په حال کې دی او د اختر د ورځو په تېرېدو سره د سالنګ د لویې لارې اساسي چارې پیلېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوی اختر لمونځ نن سهار (چهارشنبه، سرطان ۷) د رئیس الوزرا اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخند او لوی څارنوال مولوی عبدالحکیم حقانی، د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر، وزیرانو او د اسلامي امارت یو شمیر مسؤلینو او د هیواد د بیلا بیلو طبقو هیوادوالو ګډون درلود.
 
د لمانځه نه مخکې د افغانستان د اسلامي امارت د نورو مسؤلینو سربیره د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال وینا وکړه او د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه، حاضرینو، علماوو، مخورو، د کابینې وزیرانو او مسؤلینو ته یې مبارکي وویله.
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې بهرنیان د اقتصادي ننګونو په اړه اوازې خپروي او خلک هڅوي چې له هېواده ووځي.
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه: شتمن هیوادوال دې په دې مبارکو ورځو کې د خپلو بې وزلو هیوادوالو لاسونه ونیسي تر څو ټول هیوادوال وکولای شي دغه نیکمرغه ورځې په ښه توګه تیرې کړي.
 
هغه څرګنده کړه: "بهرني هېوادونه لا هم افغانان سولې ته نه پرېږدي، دوی اوازې خپروي چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې شته او خلک له هېواده وتلو ته هڅوي."
 
نوموړي په هېواد کې اقتصادي ستونزې او پرله پسې وچکالي د بهرنیو ځواکونو د شل کلن حضور پایله وګڼله او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د شته اقتصادي ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي او هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد اقتصاد د ښه کېدو په حال کې دی.
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه: اسلامي امارت د هېواد د شته اقتصادي ستونزو د هواري او د حل په موخه په بېلابېلو برخو کې کار پیل کړی، چې یو یې د لویو لارو بیارغونه، د ستونزو حل او هېوادوالو ته ډاډ ورکول دي.
 
برادر زیاته کړه، چې کاري فرصتونه برابر شوي او هېوادوالو ته ډاډ ورکوم، چې له اختر وروسته به د سالنګ لویې لارې د اساسي جوړولو چارې هم پیل شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د کوچني اختر لمونځ په ټول هېواد کې په ډاډمنه فضا کې ترسره شو.
 
https://avapress.com/vdcjm8e8tuqeaxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته