دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 272666
جاپان افغانانو ته د بورسونو ورکول پیل کړل
په افغانستان کې د جاپان سفارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغان محصلینو ته به د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې بورسونه ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس: سفارت ویلي چې د محصلینو د ټاکلو پروسه به د آغا خان بنسټ په همکارۍ ترسره شي.
 
د ۳۵ کلونو څخه کم عمر، د انګلیسي یا جاپاني بشپړ پوهه او غوره تعلیمي لاسته راوړنې د جاپان سکالرشپ شرایطو څخه دي.
 
د دې بورسونو ترلاسه کونکي به د ۲۰۲۴ په اپریل کې جاپان ته سفر وکړي.
 
څه موده وړاندې جاپان د دغه هېواد په مالي مرسته په بامیان کې د یوه ښوونځي، ټولنیز مرکز او د اوبو د برېښنا د یوې کوچنۍ فابریکې د جوړولو اعلان کړی و.
 
https://avapress.com/vdcepw8wpjh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته