دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود : 272968
په بادغیس ولایت کې ترافیکي پېښې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د بادغیس ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یکشنبې په ورځ (سرطان ۱۸) په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د بادغیس د پولیسو ویاند صدیق الله صدیقي د دغې پېښې په تایید سره وايي، چې پرون ماسپښین شاوخوا ۳ بجې د بادغیس ولایت د مرکز اړوند د تګاب دره لامان په سیمه کې د یوه سراچې په ډوله موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
 
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يوه ښځه وژل شوې، يو ماشوم، يو نارينه او دوه مېرمنې ټپيان شوي دي.
 
ويل کيږي چې د موټر چلوونکو بې احتياطي او له ترافيکي قوانينو نه خبرتيا د ترافيکي پېښو له مهمو لاملونو څخه دي چې هر کال د هېواد په لوېديځ کې د دغه ډول پېښو له امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوړي
https://avapress.com/vdcjm8e8ouqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته