دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۱
د مطلب کود : 272969
د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې د کوکنارو د کروندي واړول شوي
د غزني سیمه ییز چارواکي په اجرستان ولسوالۍ کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس: د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي وايي، امنیتي ځواکونو په اجرستان ولسوالۍ کې په ۲۰ جریبه ځمکه کې کوکنار او چرس کشف او له منځه وړي دي.
 
د سرحدی په خبره، په ټول غزنی ولایت کې د کوکنارو د کښتونو د پېژندلو او له منځه وړلو او له نشه یی توکو سره د مبارزې لپاره د امنیتی ځواکونو هڅې روانې دی.
 
د اسلامي امارت د مشر په حکم له څو میاشتو راهیسې په ټول هیواد کې د کوکنارو د له منځه وړلو په موخه د اسلامي امارت د ځواکونو جدي مبارزه پیل شوې ده.
 
د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د ميدان وردګ ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د کوکنارو د کروندو د اړولو راپورونه خپاره شوي وو.
 
https://avapress.com/vdcaiunuo49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته