افغان غږ خبری آژانس - هرات: د غور ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوی غلام محمد کاظم (شهامت) وایی چې په غور ولایت کې د لومړي ځل لپاره د «FAO» له خوا د څارویو د درملنې لپاره د لمپی اسکین واکسین کمپاین پیل شوي.
د هغه په وينا، دغه کمپاين دوه مياشتې دوام کوي او ټاکل شوې چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې ١٥٠زره دوز واکسين تطبيق شي.
همدارنګه په غور ولایت کې د لمپی اسکین واکسین مسوول ډاکټر وحید سلیمي وايي، دغه کمپاین به د ۲۴ حیواني کلینیکونو او نورو روغتیايي کلینیکونو له لارې پلی شي.
د هغه په وينا، د لامپيسکين د واکسين د هر دوز بيه ٢٠ افغانۍ ده، چې د مالدارانو له خوا ورکول کېږي.
ښاغلي سلیمي څرګنده کړه، چې د لمپی اسکین د ناروغۍ واکسین په غواګانو کې د فعال معافیت د رامنځته کېدو لامل کېږي، دا په ۲ سي سي په اندازه څارویو ته ورکول کېږي او د تودوخې له 2 څخه تر 8 درجو سانتي ګراد پورې په سړو خونو کې له رڼا څخه لرې ساتل کېږي. .
غور ولايت يو له هغو ولايتونو څخه دى چې زياتره کورنۍ يې په خپلو کورونو کې د غواګانو او پسونو په ګډون څاروي ساتي او دغه کورني څاروي د هغوى د ژوند په برابرولو کې مهم رول لوبوي.