دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 273254
د نړیوالو بشردوستانه مرستو د بندیدو د احتمال په اړه د افغانانو اندیښنې
افغانستان ته د نړیوالو بشردوستانه مرستو د احتمالي بندیدو په اړه خبرداری یو شمېر هغه هېوادوال اندېښمن کړي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
افغان غږ خبری آژانس: په دې وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) او یو شمېر نورو مرستندویه موسسو په ګډون یو شمېر نړیوالو مرستندویه موسسو ویلي چې دوی د مرستو د کموالي له ستونزې سره مخ دي او ښايي له افغانستان سره د هغوی مرستې بندې شي.
 
افغانستان هغه هېواد دی چې له بشري ناورین او جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال په دغه هېواد کې ۲۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت چارواکي وايي چې د بشري مرستو بندول به د خلکو پر ژوند منفي اغېز وکړي او له نړیوالو مرستندویه موسسو څخه غواړي چې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
 
د اقتصاد وزارت مرستيال عبداللطيف نظري وايي: د مرستندويه موسسو د مرستو بندېدل د افغانانو پر ژوند منفي اغېز کوي، نو له نړيوالې ټولنې مو غوښتنه دا ده چې له مرستندويه موسسو سره مرسته وکړي، څو دغه موسسې وکولای شي د مرستو په رسولو کې مرسته وکړي.
 
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی و چې له افغانستان سره د مرستې لپاره د دغه سازمان بودیجه به په راتلونکو دریو میاشتو کې تمویل شي.
 
همدارنګه، OCHA یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دې سازمان بشري عملیات د نړیوالې ټولنې له خوا له پنځه سلنې څخه کم د مالي غوښتنې له لارې تمویل شوي چې په افغانستان کې اړمنو ته مرستې ورسوي.
 
https://avapress.com/vdciwpar5t1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته