دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 273375
د برښنا صادرونکو هیوادونو ملیونونه ډالره پور ادا شوه / د بریښنا د کمښت ستونزه حل کیږي
په کابل کې د برېښنا د لګښتونو د لوړېدو او د ځينو هېوادونو له خوا چې افغانستان ته برېښنا صادروي، د پيسو د نه ورکړې په اړه ګونګوسې؛ د افغانستان برښنا شرکت وايي، د تېر حکومت میلیونونه ډالر پورونه هم ورکړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د برښنا ریاست ویاند حکمت الله میوندي د دوشنبې په ورځ (سرطان ۲۶) د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې دغه بنسټ تیر کال له ۳۰۰ میلیونه ډالرو څخه زیات د هیوادونو پورونه ادا کړي دي.
 
هغه زياته کړه: "تېر کال برشنا شرکت څه باندې ٩٦ ميليونه ډالره ازبکستان ته، ٩٤ ميليونه ډالره تاجکستان ته، ٦٢ ميليونه ډالره ايران ته او ٤٧ ميليونه ډالره ترکمنستان ته د پخوانيو پورونو په بدل کې ورکړي دي."
 
میوندي زیاته کړه چې برشنا د لومړي ځل لپاره د نوي کیدونکي انرژۍ په پنځه کلن ستراتیژیک پلان کار کوي چې د لمر او باد څخه د ۷۱۰ میګاواټه بریښنا په تولید تمرکز کوي.
 
د برشنا د ویاند د څرګندونو له مخې؛ دغه شرکت له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې هم لومړني کارونه ترسره کړي او په نږدې راتلونکي کې به له ډبرو سکرو څخه د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید تړون لاسلیک شي.
 
خو ميوند په پلازمېنه کابل کې د برېښنا د تقاضا زياتوالي ته په اشارې سره وويل، چې د هوا په ګرمېدو سره د ښاريانو له خوا د برېښنا کارول زياتېږي او برشنا په اوسنۍ برېښنا سره د خلکو اړتياوې نه شي پوره کولای.
 
د برشنا د رييس وياند څرګنده کړه، چې د فابريکو خاوندان، دفترونه او روغتونونه د دغه شرکت له لومړيتوبونو څخه دي.
 
  خو هغه ټینګار وکړ، چې برشنا هڅه کوي، چې په هېواد او په ځانګړې توګه په پلازمېنه کې د برېښنا د کمښت ستونزه په اساسي توګه حل کړي او د برېښنا په تولید کې له کورنیو سرچینو کار واخلي.
 
په ورته وخت کې د فابریکو خاوندان او صنعتکاران وايي چې د برېښنا بندېدو د دوی د تولید چارې له ستونزو سره مخ کړي او تولیدي شرکتونو ته یې سلګونه زره افغانۍ زیان اړولی دی.
 
  د "ميهان پلاستيک" د توليدي شرکت مشر اکبر د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل، چې ګڼه ګوڼه او د برېښنا نشتوالى يې پر سوداګرۍ منفي اغېز کړى دى.
 
هغه زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د ورځې او شپې له لسو ساعتونو څخه زياتې برېښنا پرې کېږي، چې د فابريکو خاوندان يې ډېر اغېزمن کړي دي.
 
د لبنياتو د فابريکې مشر عبدالبصير هم د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل: د بريښنا په برخه کې زموږ ستونزې ډيرې دي او د بريښنا نشتوالي د توليد شرکتونه سخت انديښمن کړي دي.
 
خو د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې مسوولین وايي، که د برېښنا د کمښت ستونزې ته پام ونه شي، د یو شمېر فابریکو د کار د بندېدو احتمال شته.
 
د صنايعو او کانونو خونې اجرايوي رييس رحيم الله سمندر د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې د تقاضا د زياتوالي له امله صنعتي شرکتونه په شفټ کې کار کوي او حکومت بايد د دوى ستونزو ته پاملرنه وکړي.
 
له دې سره سره د برښنا شرکت مرستیال مولوي ګل رحمان احمدي د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل، دوی ژمن دي چې په کابل او ولایتونو کې صنعتکارانو ته ۲۴ ساعته برېښنا ورکړي.
 
احمدي دغه راز د برشنا د پورونو د راټولولو اعلان هم وکړ او ويې ويل چې له زورواکو څخه ١٢٠ ميليونه افغانۍ پورونه راټول شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
 
په داسې حال کې چې افغانستان د خپلې وارداتي برېښنا ۸۰ سلنه له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي، برشنا شرکت په افغانستان کې د شاوخوا دوه زره میګاواټه برېښنا د اړتیا خبر ورکوي.
 
https://avapress.com/vdccm1qip2bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته