دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 273714
د هوا پېژندنې ادارې په ۱۷ ولایتونو کې د باران او سېلابونو خبرداری ورکړی
د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تندرونو او سیلابونو احتمال شته.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د ترانسپورت او هوایی چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن (دوشنبه، د اسد ۲) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې په نورستان، کنړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیا، پکتیا، غزنی او نورستان ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی دی.
 
د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د اورښت اندازه له ١٥ تر ٤٠ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د تېرو درېيو ورځو د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله هېوادوالو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
 
https://avapress.com/vdcjvte8xuqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته