دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 273728
په غزني کې د سیلابونو له امله دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوه
په غزني کې د اسلامي امارت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست اعلان کړی چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د سیلابونو له امله شاوخوا دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - غزني: د اسلامي امارت له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې نن (دوشنبه، اسد ۲) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تیره شپه د دغه ولایت په خواجه عمري، جغتو، واغظ، خوګیاڼو او رشیدانو ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان وو.
 
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د دغو سېلابونو له امله لږ تر لږه ٣٠ څاروي له منځه تللي او ٢٥ کورونه ويجاړ شوي دي.
 
په همدې حال کې زیانمن شوي کسان وايي، چې د دوی ټول فصلونه له منځه تللي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
د يادونې وړ ده، چې له درېيو ورځو راهيسې د غزني ځينې برخې د سختو سيلابونو شاهدې دي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي چې په کابل، میدان وردګ، خوست، غزني، پکتیا، ننګرهار، نورستان او کنړ ولایتونو کې د سېلابونو له امله د لسګونو کسانو پر مرګ ژوبلې سربېره سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه هم له منځه تللي دي.
 
له بلې خوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت له ارګانونو او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې ژر تر ژره د سیلاب ځپلو سیمو خلکو ته خپلې مرستې ورسوي.
 
https://avapress.com/vdcewx8wvjh8ffi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته