دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 273845
په غزه او لویدیځه غاړه کې د وسلو تولید دوام لري
د اسلامی جهاد غورځنګ د عمومی منشی مرستیال محمد الهندی په دې خبرې سره چې د فلسطین ملت په غزه او لویدیځه غاړه کښې د وسلو جوړولو ته دوام ورکوی وویل: په لویدیځه غاړه کښې د نیواک ختمول دروند لګښت لری خو مونږ په دې باور یو چې بریا زموږ سره ده.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د عمومی منشی مرستیال محمد الهندی، پرون ماښام ټینګار وکړ، چې په لویدیځه غاړه او غزه کې د مقاومت وضعیت د پخوا په پرتله بدل شوی دی او د اسلامي جهاد نظامي څانګه ثابته کړه چې د صهیونیسټ رژیم ختمولای شي.
 
الهندي له المیادین خبری چینل سره په مرکه کښې ټینګار وکړ: بنیامین نتانیاهو اراده لرله چې د بریا یو داسې انځور کړی چې په هغه کښې د مخنیوی ځواک شتون لری خو په جنین کښې د هغه دغه پلان ناکام شو او هیڅ شی یې ترلاسه نه کړ.
 
په جنین باندې د صهیونیسټ رژیم پراخ ځمکنی او هوایی حملې چې د دوشنبې په ورځ د سرطان د میاشتې په دولسمه نیټه پیل شوې وه، د سرطان د میاشتې په دیارلسمه نیټه د سه شنبې په ورځ پای ته ورسیده. صهیونیسټ رژیم چې د فلسطین د مقاومت د ډلو د مرکزونو د ویجاړولو او په جنین کمپ کښې د راکټونو او وسلو د جوړولو د کارخانو د ویجاړولو په هدف سره له مقاومتی ځواکونو سره په جنګ کښې له دغه سیمې څخه په شا شو.
 
الهندي دې ته په اشارې سره چې د فلسطین ملت اوس مهال ښه پوځي تاسیسات لري، څرګنده کړه: د فلسطین ملت په غزه او لویدیځه غاړه کې وسلې جوړوي. له اسراییلو سره جګړه اوږده ده او موږ پوهیږو چې په لویدیځه غاړه کې د اشغال پای ته رسول دروند لګښت لري، خو موږ باور لرو چې بریا زموږ سره ده.
 
د اسلامی جهاد دغه چارواکی په دې خبرې سره چې له صهیونیسټانو سره د جوړجاړی او خبرواترو لپاره د خود مختارې ادارې پلان ناکام شوی دی، څرګنده کړه: دغه سازمان په سیاسی سطحه هیڅ رول نه لری او رول یې امنیت دی. د دې امنیتي خدمتونه هم پرته له کوم جرمي یا قانوني دلیل څخه فلسطیني مجاهدین نیسي.
 
د غزې په تړانګه کې د فلسطيني مقاومت ډلې د روانې مياشتې په ٢٨مه نېټه په يوه اعلاميه کې په لويديځه غاړه کې د فلسطيني ادارې د امنيتي ارګانونو له خوا د فلسطيني جنګياليو نيول اعلان کړل او دا يې يو وحشيانه جنايت وباله.
 
په دې وروستیو کې فلسطیني رسنیو د خودسرې ادارې د امنیتي ادارو له خوا د یو شمېر فلسطینیانو د نیولو خبر ورکړی دی. فلسطیني سرچینو خبر ورکړی چې د اسلامي جهاد جبهت ځینو غړو ویلي چې د فلسطین امنیتي ځواکونو په جنین کې د دغه غورځنګ پنځه غړي نیولي دي.
 
الهندي همداشان وړاندوینه وکړه چې له صهیونیسټي رژیم څخه د بیرته ستنیدونکو مهاجرت به زیات شي او ویې ویل: په سیمه ایزه کچه بدلونونه په تیره بیا د ایران او سعودي عربستان ترمینځ د صلحې خبرې د فلسطین د ملت په ګټه دي. په غزه او لوېدیځه غاړه کې د جګړو بېلابېلې دورې د یوې سترې جګړې لپاره چې ډګرونه به یې یو شان وي، بېلګه ده.
 
هغه د فتح او حماس غورځنګونو د نظریاتو د یو بل د نږدې کولو لپاره د اسلامی جهاد هلوځلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د ایران اسلامی جمهوریت یواځینی هیواد دی چې په هره کچه د فلسطین له مقاومت څخه ملاتړ کوی .
 
https://avapress.com/vdceex8wnjh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته