دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 274096
افغان محصولات په قزاقستان کې نندارې ته وړاندې کیږي
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په قزاقستان کې د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ترمنځ د افغاني تولیداتو او سوداګرۍ د نندارې په موخه د یو نندارتون د پرانیستلو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هېواد د تولیداتو د نندارتون او د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د افغانستان او قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
 
په دې کتنه کې قزاقستان ته د اسلامي امارت د پلاوي او د خصوصي سکتور د غړو د سفر په ترڅ کې، د سفر په پلانونو، غړو ته د ویزو د ورکړې، د دواړو هېوادونو د چارواکو او خصوصي سکتور د رسمي کتنو او نورو مسایلو او پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.
 
په دې کتنه کې د دغه وزارت د نندارتونونو د تنظيم رييس د دغه نندارتون د ځاى پر ځاى کولو، د هېواد خصوصي سکتور ته د ٧٠ غرفو د تخصيص او په قزاقستان کې د نندارې لپاره د خصوصي سکټور د املاکو د لېږد په اړه معلومات وړاندې کړل.
 
نورالدین عزیزي د خصوصي سکټور په یادولو سره چې د نړیوالو معیارونو سره سم په تخصصي ډول ګډون وکړي او لا زیاتې تجربې ترلاسه کړي؛ هغه د هېواد محصولاتو او توکو ته د بازار موندنې، د هېواد له محصولاتو او تولیداتو سره د قزاقستان پر لا زیاتې پېژندګلوۍ، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي او د هېواد د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت او قزاقستان د رسمي پلاوي او د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کنفرانس هم جوړیږي.
 
https://avapress.com/vdcdno0x9yt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته