دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 274097
امریکايي استازو په قطر کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل
د اسلامي امارت دبهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي او ورسره مل پلاوي په قطر کې د امريکا د متحده ايالاتو له استازو سره په کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د باور په جوړولو او په دې لاره کې د عملي ګامونو په ايستلو ټينګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال مولوي امیرخان متغی په مشرۍ پلاوي له ټام ویسټ سره وکتل. د افغانستان په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي او ورسره د بېلابېلو ادارو پنځلس کسیز لوړ پوړي پلاوي دوه ورځې د بېلابېلو اجتماعي او تخنیکي کمېټو په کچه خبرې وکړې.
 
په دې ليدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د باور رامنځته کولو، په دې برخه کې د عملي ګامونو پورته کولو، د تور لېست او بنديزونو لرې کولو، د افغانستان د بانکي زېرمو د خلاصون، د افغانستان د اقتصادي ثبات پر ټينګښت، له نشه يي توکو سره د مبارزې او بشري حقونو په اړه خبرې وشوې.
 
اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې د تور لیست د ایستلو او د بانکي ذخیرو د خلاصولو په برخه کې د باور رامنځته کول اړین دي تر څو افغانان وکولای شي له بهرنیو مرستو پرته خپل اقتصاد په خپله جوړ کړي.
 
په دغو ناستو کې بشري مرستې، افغانستان ته وړیا سفر او د نړۍ په هره برخه کې افغانانو ته د قونسلګرۍ د خدمتونو رسول هم مهم موضوعات وو چې خبرې وشوې.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، چې د افغانستان بانکونو ډېر محدودیتونه لرې شوي او د راکړې ورکړې اسانه شوې، چې دا یو مثبت کار دی.
 
امریکايي استازو او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم د دا ډول ناستو، تفاهم او تعامل پر دوام ټینګار وکړ.
 
https://avapress.com/vdceoe8wfjh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته