دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 274259
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د تودوخې زیاتوالی اعلان کړ
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د تودوخې د لوړیدو او د هغې د منفي اغیزو په اړه خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه سازمان پرون پنجشنبه په یوه ټویټ کې د افغانستان خلکو ته امر کړی چې له سختې ګرمۍ څخه ځانونه او کورنۍ وژغوری.
 
د وړاندوینې له مخې پرون، جمعه او نن شنبه به په افغانستان کې د تودوخې منځنۍ کچه تر ۳۰ درجې سانتي ګراد ته ورسېږي او د روغتیا نړیوال سازمان له خلکو غوښتي چې د تودوخې څخه د ځان ساتنې په موخه روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.
 
دغه سازمان د خپل ټويټ په دوام کې ليکلي چې هڅه وکړئ په سيوري کې پاتې شئ، د تودوخې په لوړو سيمو کې له کار کولو ډډه وکړئ او خپل ماشومان په موټرو کې په پارکينګونو کې يوازې مه پرېږدئ او ډېرې اوبه وڅښئ.
 
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېر ژر به د اقلیم له بدلون څخه اغېزمن شي.
 
دغه سازمان وايي، افغانستان د اقلیم د بدلون په لړ کې په نړۍ کې څلورم ځای لري
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د اقلیم د بدلون له ګواښ سره د هېوادونو په لېست کې څلورم ځای لري.
 
په دغه راپور کې چې تېره سه شنبه خپور شو، ویل شوي چې افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله وچکالۍ، توپان، واورو ښویېدو او زلزلې ځپلي دي.
 
د دغه راپور له مخې، د افغانستان ۶۰ سلنه خلک خپلې ورځنۍ اړتیاوې د کرنې له لارې پوره کوي، خو د اوچا په وینا، د اقلیم د بدلون له امله اورښتونه او واوره په دغه هېواد کې د خوړو خوندیتوب او خوارځواکۍ او ناروغۍ زیاتې کړي.
 
په دغه راپور کې دا هم راغلي چې د اقلیم د بدلون د ګواښونو تر څنګ افغانستان اوس په نړۍ کې له یوه ستر بشري ناورین سره مخ دی او دا مهال په دغه هېواد کې ۲۹.۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، ۳ میلیونه وګړي له قحطۍ او ۳۲ میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي. ملیون ماشومان خوارځواکي دي.
 
https://avapress.com/vdcene8wojh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته