دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 274451
استرالیا کې د ۵۴ زرو افغانانو پناه غوښتنه رد کړه
د استرالیا حکومت اعلان وکړ چې د ۵۴ زره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه یې رد کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د استرالیا د رسنیو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته شاوخوا دوه لکه افغانانو استرالیا ته د تګ لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.
 
استرالیايي رسنیو د SBS په ګډون خبر ورکړی دی چې په استرالیا کې د افغان فعالانو یوې ډلې د استرالیا پر حکومت فشار راوړی چې رد شوې غوښتنې ومني.
 
راپور زیاتوي، چې د استرالیا حکومت په تېرو دوو کلونو کې ۱۲ زره افغانانو ته ویزې ورکړې دي.
 
منتقدین وايي، د استرالیا حکومت د دوی افغان همکارانو ته چې له تېرو شلو کلونو راهیسې ورسره کار کوي، ویزې نه دي ورکړي.
 
په همدې حال کې د بريتانيا حکومت د دوشنبې په ورځ د اګست له اوومې نېټې څخه د «بېبي سټاکهولم» په لويه بېړۍ کې د پناه غوښتونکو د ميشتولو عمليات پيل کړي دي.
 
https://avapress.com/vdciw5arzt1ay52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته