دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 274508
د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د برېښنايي پېژندپاڼو د بیې لوړوالی رد کړ
د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د برېښنايي تذکرو د بیې له ۵۰۰ افغانیو څخه ۷۰۰ افغانیو ته لوړېدل اوازې بللي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د احصایې ریاست په خبرپاڼه کې چې پرون سه شنبه د اسد ۱۷مه خپره شوې، راغلي چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې د برېښنايي تذکرې بیه ۷۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده. د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره هېوادوالو ته خبر ورکوي، چې د اسلامي امارت د وزیرانو شورا د ۲۱/۰۱/۱۴۰۲ نېټې د ۳۰ ګڼې پریکړه لیک له مخې، د الکترونیکي تذکرې بیه ۵۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده، چې نور لګښت یې نشته.
 
په اعلاميه کې همدا راز راغلي: د يادونې وړ ده چې د دغه رياست په آسان خدمتي مرکزونو کې د برېښنايي تذکرو بيه اووه سوه افغانۍ ده او هېوادوال کولاى شي چې د دې بيې په ورکولو سره په ٢٤ ساعتونو کې له دغو مرکزونو څخه د تابعيت تذکرې ترلاسه کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په یو شمېر رسنیو کې د برېښنایي تذکرو د بیې له ۵۰۰ څخه ۷۰۰ افغانیو ته د لوړېدو خبرونه خپاره شول.
 
https://avapress.com/vdcbgab5wrhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته