دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 274543
په ننګرهار کې د لاسي بم چاودنې دوه تنه وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د دې ولایت د شیخ مصري ښارګوټي د یوه اوسېدونکي پر کور نامعلومو کسانو دوه لاسي بمونه غورځولي، چې له امله یې د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، دا پېښه تېره شپه د سرخرود ولسوالۍ په شیخ مصري سیمه کې شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، ناپېژانده کسانو د سيد افضل په نوم د يوه کس پر کور لاسي بم وغورځاوه، چې په پايله کې يې د هغه ٥ کلن زوى او اووه کلنه لور ووژل شول او سيد افضل په خپله، د هغه میرمن او یو بل کس ټپیان شوي.
 
د زابلي په وينا، دغه کورنۍ له چا سره دښمني نه لري او تر اوسه د دې پېښې لامل نه دى معلوم.
 
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه، چې د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو د پوليسو پلټنې روانې دي.
 
https://avapress.com/vdcayynue49n0m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته