دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 274592
داعش خراسان یوه امریکايي پروژه ده چې د پاکستان له خوا پلې کېږي
د داعش خراسان ډلې پخواني مشر عبدالرحیم مسلم دوست په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې "داعش یوه امریکايي پروژه وه چې د پاکستان له خوا تر سره شوه او یوازینۍ موخه یې د اسلامي امارت له منځه وړل وو."
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د داعش ترهګرې ډلې پخوانی مشر د اسلامی امارت هغه اعلامیه چې د پاکستانی چارواکو د تورونو په ردولو سره خپره شوې، شریکه کړه او زیاته یې کړه: اوس هم پاکستان داعش ته پناه ځایونه او روزنه ورکوی. داعش ته اسانتیاوې، او د داعش ډېری وژل شوي کسان پاکستاني اتباع دي.
 
د داعش د خراسان ډلې د پخواني مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د چارواکو او پاکستاني چارواکو ترمنځ لفظي تاوتریخوالی زیات شوی دی.
 
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د دوشنبې په ورځ د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د قبایلي سیمو مشرانو ته په خپله وینا کې وویل چې پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو او د هغوی د آزادۍ په اړه اندیښنه لري.
 
د دې څرګندونو په غبرګون کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: داعش یوه سیمه ییزه ډله ده او تېر کال مو ۱۸ پاکستاني داعش وژلي او ۴۳ نور یې بندیان کړي، خو دا نه شي ویلای، چې پاکستان دوی وژلي او افغانستان ته یې استولي دي.
 
د اسلامي امارت ویاند ویلي دي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د خپل بام واوره زموږ پر بام غورځوي.
 
https://avapress.com/vdceoe8wwjh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته