دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 275162
د افغانستان مرکزي بانک ۱۴ میلیونه ډالره لیلاموي
د افغانستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ (اسد ۳۰) به ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام له لارې وپلوري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکزي بانک نن یکشنبه (اسد ۲۹) په خپل ټویټر کې لیکلي چې په دې داوطلبۍ کې له مستحقو بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو څخه غواړي چې ګډون وکړي.
 
مرکزي بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي.
 
دغه بانک ویلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې خپلې د راکړې ورکړې پیسې د نغدو پیسو په بڼه د افغانستان مرکزي بانک ته وسپاري.
 
باید وویل شي، چې دغه بانک څو ورځې وړاندې د لیلام له لارې ۱۴ میلیونه ډالره پلورلي وو.
 
https://avapress.com/vdciqwarrt1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته