دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 275337
د بامیان والي د ملګرو ملتونو له مسئول سره په کتنه کې:

بشردوستانه مرستې باید په بشپړ شفافیت سره وویشل شي

بشردوستانه مرستې باید په بشپړ شفافیت سره وویشل شي
د باميان والي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو له عمومي امنيتي مسئول سره په کتنه کې وويل چې مرستې بايد د اسلامي اصولو په چوکاټ کې او په باميان کې په بشپړ شفافيت سره ووېشل شي، څو بشري مرستې رښتينې ګټه اخيستونکو ته ورسېږي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه، اسد ۳۱) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر عمومي امنیتي مسئول رابرټ مارینوک او د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدی سره کتلي.
 
د دغې غونډې په پيل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سازمان عمومي امنيتي مسئول په باميان ولايت کې د دغه دفتر د فعاليتونو د معرفي کولو په ترڅ کې زياته کړه: په باميان کې د ملګرو ملتو دفتر له افغانستان سره د هر اړخيزو همکاريو له امله مننه او قدرداني کوي.
 
دغه راز د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سازمان د عمومي امنيتي مسئول د باميان ولايت له مقاماتو څخه په باميان ولايت کې د ملګرو ملتونو د دفتر د امنيت د تامينولو په لاره کې د همکاريو د دوام غوښتنه وکړه .
 
په همدې حال کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي وویل: مرستې باید د اسلامي اصولو په چوکاټ کې په پوره شفافیت سره وویشل شي، چې په بامیان کې د ټولو قومونو او مذهبونو خلک پکې ژوند کوي، ترڅو عدالت په موثره توګه ترسره او مرستې ورسېږي.
 
د باميان والي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي امنيتي مسئول ته د امنيت ډاډ ورکړ او ويې ويل: په ټول افغانستان او په ځانګړي ډول د باميان ولايت امنيت تامين دى او د ملګرو ملتونو دفتر، ملي او نړيوال بنسټونه کولاى شي له کومې امنيتي ستونزې پرته فعاليت وکړي.
 
https://avapress.com/vdcc1pqim2bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته